د حزب الله او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند له سرغړونو پر دوام یرغلګرو ځواکونو بیاځلي نهه لبناني وګړي وژلي دي.
که څه هم د لبنان حزبالله او صهيونيست رژيم ترمنځ د سولې هوکړه شوې، خو صهيونيست پوځ ويلي، چې د حزبالله د بريد په غبرګون يې په لبنان کې لسګونه اهداف په نښه کړي دي.
د لبنان د روغتيا وزارت ويلي، چې د صهيونيست رژيم په هوايي بريدونو کې نهه کسان وژل شوي دي.
وړاندې راغلي، چې د دې بريدونو په پايله کې د لبنان په جنوب “نبطيه” ولايت کې پنځه کسان او په “حاريص او طلوسه” ښارګوټي کې څلور کسان وژل شوي دي.
د ويلو ده، چې د صهيونيست رژيم او حزبالله تر منځ د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب اوربند ټینګ شوی؛ خو بيا هم صهیونیستي رژیم له دې هوکړې سرغړونې کوي او په خونړیو بریدونو لاس پوري کوي.