ډېر لوستل شوي

د برېکس کرنسۍ په تړاو د ټرمپ او روسيې ناندرۍ

برېکس غړو هېوادونو ته د ټرمپ د ګواښ په غبرګون کې روسيې ويلي، چې د ډالر د با ثباته ساتلو په موخه له زور او بنديز څخه کار اخېستل به يې بدې پايلې ولري.

د کرملين وياند پيسکوف ويلي، دمګړې په ګڼو هېوادونو کې په ډالر راکړه ورکړه کمه شوې او د بدلېدو په حال کې دی. نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنيزه شبکه کې د برېکس غړي هېوادونه د نوې کرنسۍ د رامنځته کیدو په پار ګواښلي وو.

اړوند خبرونه