د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي نن(سه شنبه، لیندۍ ۱۳مه) ترمذ کې له مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره کتلي دي.
دا کتنه د اسلامي امارت په قونسلګرۍ کې ترسره شوې، چې ترمذ کې مېشتو افغانانو، سوداګرو او پانګوالو د ریاست الوزراء د اداري مرستیال او مله پلاوي هرکلی کړی دی.
افغان سوداګرو دغه راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې خپل وړاندیزونه د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ترمذ کې مېشتو افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړې او افغان سوداګرو ته یې د اسانتیاوو د برابرونې ژمنه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د سرخان دریا له والي سره هم کتلي او د ګډ سرحدي بازار په تړاو هم غږېدلي دي.