عامې روغتيا وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست نورجلال جلالي چين هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي له مرستيال سره ليدلي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې ليدنه کې د ملاريا، نري رنځ، پوليو او نورو ورته ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي په تړاو خبرې شوې دي.
دغه راز په دې ناسته کې، طبعي پېښو ته پر وخت ځواب ويلو، د روغتيايي وضعيت د ښه مديريت، د ناروغيو د سرويلانس او په دې برخه کې د افغانستان عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې او روغتيايي برخه کې د همکاريو په پراختيا هم خبرې شوې دي. د ياد وزارت مسوولين وايي، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست چين هېواد ته د خپل سفر په لړ کې د ياد هېواد د ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز (سي.ډي.سي) او د دې هېواد د انفلونزا له ملي مرکز څخه هم ليدنه کړې ده.