د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، په اوکراين کې ازمایل شوی د اورشنيک توغنديز سيستم به په بېلاروس کې ځای پر ځای کړي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د بېلاروس په پلازمېنه “مينسک” کې د روسيې او بېلاروس د عالي دولتي شورا غونډې ته د خبرو پرمهال کړې دي. د روسيې او بېلاروس ياده پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاريو د پياوړتيا څرګندونه کوي.