د يوې نظر پوښتنې له مخې جو بايډن د امريکا په معاصر تاريخ کې تر ټولو بد ولسمشر پېژندل شوی دی.
“ډيلي ميل” ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دې نظرپوښتنه کې ۱ زر او ۶۰۰ کسانو ګډون کړی وو، چې ښيي جوبايډن د امريکا په معاصرو ولسمشرانو کې بد پېژندل شوی دی.
د دې نظرپوښتنې له مخې، نوموړی د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر په پرتله هم بد دی. د ويلو ده، چې ۸۲ کلن جو بایډن به د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۰مه ولسمشرۍ ماڼۍ منتخب ولسمشر ټرامپ ته پریږدي.