ډېر لوستل شوي

د سوریې ربړول شوی ولس: نور عسکر نه‌شته

دمشق ته د هیئت تحریر الشام ځواکونو په ننوتنې، د سوریې عام وګړي لارو کوڅو ته راوتي او خوښي یې نمانځلې ده. د دمشق اوسېدونکي یو بل ته مبارکي ورکوي او د اسد رژیم پر سقوط خوښي ښکاره کوي.

 رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د دمشق په بېلابېلو برخو کې خلک پر بامونو ختلي او د تکبیر نارې پورته کوي.

په هغه ویډیوګانو کې چې خواله رسنیو کې خپریږي، د تېر رژیم نظامیان ښیي چې پوځي لباس پر لویو لارو باسي او عادي جامې اغوندي. رویټرز لیکي چې د هیئت تحریر الشام په ننوتو هېڅ عسکر نه ښکاري او بشارالاسد هم نامالوم ځای ته تښتېدلی دی.

اړوند خبرونه