د هیئت تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني ویلي چې د هېواد عمومي بنسټونه دې د لنډمهال لپاره د اسد د رژیم د لومړي وزیر محمد جلالي په واک کې پاتې شي.
الجولاني ټولو پوځیانو ته په خطاب کې ویلي، تر هغه وخته چې دولتي بنسټونه د پخواني لومړي وزیر تر څار لاندې وي؛ یادو بنسټونو ته مه نږدئ کېږئ.
نوموړي همدارنګه له خپلو نظامیانو غوښتي چې له هوایي ډزو دې ډډه وکړي. تر دې دمخه د سوریې لومړي وزیر محمد جلالي په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي و چې د واک سوله ییز لېږد ته چمتو دی.