ډېر لوستل شوي

ټرمپ: بشارالاسد د روسيې د ملاتړ له پرې کیدو وروسته تېښته وکړه

د شام مجاهدينو له لوري د دمشق له فتحه کيدو ورسته د امريکا غوره شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد د روسيې د ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته له هېواده تېښته کړې ده.

نوموړي په خپله ټولنيزه شبکه ټروټ کې ليکلي: “اسد ولاړ. د هغه ملاتړې روسیې نور د هغه د ساتنې لپاره لېوالتيا نه درلوده. “

ټرمپ تېره ورځ په خپل اېکس پاڼه کې هغه وخت چې د هيئت التحرير الشام مجاهدين د دمشق د فتحې په درشل کې وو؛ له روسيې غوښتي و چې په دې تړاو دې خپل دريځ روښانه کړي.

اړوند خبرونه