د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور د ترکيې هېواد د “اډيف” خيريه بنسټ او د علماو له يوې ډلې سره کتلي دي.
ياد وزارت ويلي، چې په دې ناسته کې دغو علماو ژمنه کړې، چې ترکي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ترکي، چينايي او ايراني پانګوالو په ګډون ګڼو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.