ډېر لوستل شوي

ملګرو ملتونو په غزه کې له کوم‌قيد اوشرط پرته د اوربند غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د يوه نوي پرېکړه ليک د تصويب له مخې، په غزه کې له کوم”‌قيد او شرط” پرته د اوربند غوښتنه کړې ده.

ياد سازمان دغه پرېکړه، تېره ورځ په ۱۸۵ موافقو، نهه مخالفو او د ۱۳ ممتنوع رايو پر بنسټ تصويب کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې لسګونو استازو د رايې کارونې پر مهال د فلسطنيانو ملاتړ کړی؛ خو د امريکا او صهيونيست رژيم استازو ياده پرېکړه ناسمه بللې ده. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د امريکا د غوره شوي ولسمشر ډنالډ ټرمپ سلاکارانو له قطر څخه غوښتي وو، چې دوحې ته د حماس د سیاسي دفتر مرکچي پلاوی بېرته وروغواړي.

اړوند خبرونه