د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین ولسمشر شي جین پېنګ ته بلنه ورکړې چې راتلونکې میاشت یې د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي.
تمه ده، ډونالډ ټرمپ د راتلونکي ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنوري پر شلمه د لوړې مراسم ترسره کړي.
تراوسه نه دي ویل شوي پېنګ د نوموړي بلنه منلې او که نه.
ډونالډ ټرمپ اېن.بي.اېس. ټلویزیوني شبکې ته ویلي چې له پېنګ سره یې اړیکې ښې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و له چین څخه پر وارداتي توکو به ۱۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوي.

