ډېر لوستل شوي

تر ۱۲ کلن ځنډ وروسته؛ ترکیې سوریه کې سفارت پرانیست

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي، چې دې هېواد په دمشق کې له پوره ۱۲ کلن ځنډ وروسته خپل سفارت پرانیستی دی.

دې وزارت زیاته کړې، چې دمشق کې یې د لنډمهال لپاره برهان کور اوغلو د لنډمهالي سفیر په توګه ټاکلی.

ترکیې په ۲۰۱۲  زېږدیز کال کې د بشارالاسد د رژیم له خوا د تاوتریخجنو لاریونونو تر  ځپلو وروسته په سوریه کې خپل سفارت وتاړه او خپل کارکوونکي یې له دې هېواده ووېستل.

 په همدې حال کې د سوریې اوسني حکومت ته نږدې سرچینو ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن د قطر د امنیت له مشر خلفان الکعبي سره یوځای د سوریې له نویو واکمنانو سره د خبرو په پار دمشق ته رسېدلي دي.

اړوند خبرونه