د ترکیې د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې د دغه هېواد ځواکونو په بېلابېلو ښارونو کې ۹۸۱ تنه پناه غوښتونکي نیولي دي.
نوموړي ویلي چې د کډوالو په پلټنعملیاتو کې ۲۸ زرو امنیتي ځواکونو برخه اخیستې وه او پر۱۵۲۵۰ ځایونو یې چاپې وهلې وې. په نیول شویو کې د افغانانو د شتون او نشتون په تړاو څه نه دي ویل شوي.
ویل کیږي چې په نیول شویو کې ۳۱ انساني قاچاقوونکي هم شامل دي.
په دې وروستیو کې ترکیې د کډوالو پر وړاندې خپله تګلاره تېزه کړې ده.
اوسمهال دې هېواد کې تر ۳۰۰ زرو زیات افغان پناه غوښتونکي اوسیږي، چې ډېری یې پر مزدورۍ بوخت دي.