ډېر لوستل شوي

الجولاني: د سوریې وګړي له جګړې ستړي او چا ته د بلې جګړې اجازه نه ورکوو

د سوریې له ټلویزیون سره په مرکه د هیئت تحریر الشام غورځنګ مشر ابو محمد الجولاني ویلي، پر سوریې د اسراییلو بریدونه د غندنې وړ دي او یرغلګر رژیم یادو بریدونو ته هېڅ توجیه نه لري. نوموړي د اسراییلو له لوري بېباکه بریدونه په کلکه غندلي او په وینا یې د سوریې وګړي له جګړې ستړي دي او چا ته د نوې جګړې د پیل اجازه نه ورکوي.

الجولاني زیاته کړې: (( زموږ لومړیتوب د سوریې یووالی او بیارغونه ده. نه غواړو نور په جګړو کې ښکېل شو.)) یاده دې شي چې د اسد رژیم له پرځېدو سره سم اسراییلو د سوریې پر نظامي او نورو تاسیساتو بېساري بریدونه وکړل او ددې هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا یې هم تېری کړی.

اړوند خبرونه