له ترکيې وروسته واشنګټن هم د سوريې له نوي حکومت سره له لس کلن ځنډ وروسته د ډيپلوماټيکو اړيکو لار پرانيزي.
نړيوالو رسنيو د امريکا د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې د دمشق سفارت به راتلونکې (سهنشبه، ليندۍ ۲۷مه) په واشنګټن کې بيا ځلي خپل کار پيل کړي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاند ترکيې هېواد له سوريې سره په رسمي ډول خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې پيل کړې او په دې هېواد کې يې خپل سفارت پرانيست.