د جرمني لومړی وزير اولاف شولڅ په پارلمان کې د باور له رايو سره مخ شوی دی او وړانديوينه کېږي، چې په دې لړۍ کې ناکام شي.
اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ليکلي، که شولڅ د باور رايه ترلاسه نه کړي؛ نو حکومت به يې ړنګ او د اروپا دغه لوی اقتصادي هېواد به له ټاکلې مودې څخه ۷ مياشتې وړاندې ټاکنې ترسره کړي. په همدې حال کې د ياد هېواد د څو لويو ګوندونو مشرانو هوکړه کړې، چې پارلماني ټاکنې د ۲۰۲۵ ميلادي کال د فبرورۍ په ۲۳مه ترسره شي.