ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر د کورنيو توليداتو د ملاتړ په موخه اړينه مسوده تأييد کړې


د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي کمېسيون په نوبتي غونډه کې د کورنيو توليداتو د ملاتړ په موخه اړينه مسوده منلې ده.

ياد معاونيت ويلي، چې په دې غونډه کې له کورنيو توليداتو څخه د ګټې اخېستنې پر بنسټ، په ساختماني پروژو کې د غوري سيمنټو د کارولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور وړاندې او د ښاغلي برادر له لوري منل شوی دی.

دغه راز په دې ناسته کې، د خوست ولايت غلام‌خان بندر او د کندهار ولايت د سپين بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او يو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هم خبرې شوې دي.

د رياست‌الوزرا‌‌ء اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، تأييد شوې مسوده د نهايي پرکړې په موخه د رياست‌الوزرا‌ء‌ عالي مقام ته لېږل شوې ده. د ياونې وړ ده، چې د غوري سیمنټو کارخونه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ ټنه تولید لري، چې کیفیت ته یې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

اړوند خبرونه