ډېر لوستل شوي

د مسلکي زده‌کړو ادارې له ۲۵ ملي بنسټونو سره د اړينو پروژو د پلي کيدو هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل

د تخنيکې او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې د ملګرو ملتونو پراختيايي پرواګرام (يو.اين.ډي.پي) په همکارۍ له ۲۵ ملي بنسټونو سره د ۲.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د اړينو پراختيايي پروژو د پلي کيدو په برخه کې هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.

د يادې ادارې استازو د حکومت او رسنيو په مرکز کې د يوې خبرې ناستې په لړ کې له ۲۰ کورنيو مؤسسو سره په يادو برخو کې هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل، چې ټوليز ارزښت يې ۱۸ لکه امريکايي ډالره ښودل شوی دی.

مسوولين وايي، چې دغه پروژې به د کورنيو او ټولنې لپاره د خوړو خونديتوب، د مسلکي او حرفوي مهارتونو له لارې کار پنځونه او د زيانمنونکو قشرونو د تغذیې د ښه والي په برخه کې پلي شي. د دې ادارې د مسوولينو په وينا، يادې پروژې به تر ډېرې کچې د هېواد په باميانو، دايکندي، کندهار، هلمند او خوست ولايتونو کې پلي کېږي.

اړوند خبرونه