د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ننګرهار ولايت کې د کورنيو توليداتو د ملاتړ په موخه د “افغان توليد” په نامه درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.
په دې نندارتون کې بېلابېل توکي په ۱۰۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي، چې ۵۰ غرفې یې یوازې تازه او وچو میوو ته ځانګړې شوې دي.
دا نندارتون نن (سهشنبه، لیندۍ ۲۷مه) پيل شو او درې ورځې به دوام وکړي. د ويلو ده، چې د دې نندارتون په پرانېستغونډه کې د ياد ولايت د والي مرستيال مولوي عزيزالله مصطفی په ګډون ګڼو چارواکو هم ګډون کړی وو.