د کانونو او پټروليم وزارت له “ساکو افغان” شرکت سره د لوګر ولايت د “التمور” سيمې د سمنټو توليد پروژې ۳۰ کلن تړون لاسليک کړ.
ياد تړون نن (سهشنبه، مرغومې څلومه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د وزيرانو شورا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې لاسليک شو.
د دې تړون له مخې به ياد شرکت د سمنټو د توليد پروژې په برخه کې ۱۴۵ ميليونه ډالر پانګونه وکړي. د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې تر دې مهاله د شاوخوا ۶۲۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د څلورو سترو پرژو تړونونه له کورنيو او بهرنیو پانګوالو سره لاسليک کړي، چې اوسمهال يې کارونه په چټکۍ سره روان دي.