ډېر لوستل شوي

د ترکيې په يوه کارخونه کې چاودنې د ۱۳ تنو ژوند اخېستی

د ترکيې د باليکسير ولايت په قره‌سي ولسوالۍ کې د “چاوديدونکو توکو توليداتو” په کارخونه کې چاودنې د ۱۳ کسانو ژوند اخېستی او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

روېټرز خبري اژانس د ياد ولايت د والي اسماعیل استاداوغلو په حواله ليکلي، چې د پېښې د رامنځته کيدو اصلي لامل نه دی روښانه شوی؛ خو په تړاو يې پلټنې روانې دي.

ويل‌کېږي، چې دې زورورې چاودنې شاوخوا کورنه هم نړولي دي. ترکيه د دفاعي تجهيزاتو په ځانګړې توګه د ډرونونو يو مهم صادروونکی هېواد بلل کېږي.

اړوند خبرونه