ډېر لوستل شوي

د ننني برید ځواب کې؛ اسلامي امارت له افغان خاورې دفاع خپل حق ګڼي

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د پاکستانیو الوتکو له لوري په پکتیکا کې د بېګناه وزیرستاني کډوالو په نښه کول په کلکه غندلي دي.
ویل کیږي چې پاکستاني پوځ په یوه وحشیانه برید کې نن ماښام د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو کورونه په نښه او عام وګړي یې شهیدان کړي.
دفاع وزارت دا کړنه د ټولو نړیوالو اصولو پر خلاف بللې او په کلکه یې غندلې ده.
ملي دفاع وزارت وړاندې لیکلي: ((پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هیڅ ستونزې حل نه دی.
اسلامي امارت به دغه کرغیړن عمل بې ځوابه پرینږدې؛ بلکه د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي.))
یاده دې شي چې پاکستاني لوري تر دې دمخه هم پر افغان خاورې تېری کړی و، چې د ملي دفاع وزارت له سملاسي نظامي ځواب سره مخ شوي وو.

اړوند خبرونه