د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له اوکراين سره د روسيې د کنګل شويو شتمنيو د شل ميلياردو ډالرو ورکړه غندلې ده.
دغه وزارت دا کړنه ښکاره غلا بللې.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بایډن اداره هڅه کوي د امریکا د نوې ادارې تر واک ته رسېدو مخکې پر روسیې بندیزونه سخت کړي.
یاده دې شي، چې امریکا تکل کړی، د مسکو شل میلیارده کنګل شوې شتمني کییف ته ډالۍ کړي.

