د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، په کاپيسا کې د ۳۵ کلونو اوږده شخړه په دوستۍ بدله شوه.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه دوښمني په ياد ولايت کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت په مشرۍ د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوې ده.
په دې غونډه کې ښکېلو لوريو په خپله پخوانۍ دوښمنۍ پښيماني ښودلې او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت هڅې ستايلې دي. ياده دې شي، چې د سلامي امارت په بيا واکمنېدو سره ياد وزارت د ولسونو د ستونزو په هواريدو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې دي.