ډېر لوستل شوي

قاري فصيح‌الدين فطرت: افغانان د خپل سر په بيه په هېواد کې اشغال نه مني

د دفاع وزارت د وسله‌وال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصيح‌الدين فطرت د غويي اتمي په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ويلي، چې په افغانستان کې اشغال پلوي دې په دې پوه شی، چې افغانان د خپل سر په بيه په هېواد کې اشغال نه منې.

ښاغلي فطرت دغه راز زياته کړې، چې افغانان خپلواک ملت دی او زور ته په هیڅ قيمت نه تسليمېږي.

ياده دې وي، په دې ورځ له شوروي ځواکونو سره د افغانانو مبارزه له یوې کلنۍ جګړې وروسته یوې لوې بریا ته ورسیده او په پايله کې ټولو هېوادوالو د ارام ساه واخېسته.

اړوند خبرونه