د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو په تازه ډلبندۍ کې اووم مقام ترلاسه کړی دی.
افغان لوبډله همدارنګه په شل اوریزو سیالیو کې لسم او په ټېسټ سیالیو کې یوولسم مقام لري.
تر دې دمخه افغان لوبډلې په یو ورځنیو سیالیو کې نهم مقام درلود. افغان کرکټ بورډ لیکلي چې افغان لوبډلې ته دا مقام د غوره سیالیو او په ۲۰۲۳ کال کې د غوره کارکردګۍ په موخه ورکړل شوی دی.
یاده دې شي چې اوسمهال هندوستان په یو ورځنۍ او شل اوریزو او همدارنګه د اسټرالیا لوبډله په ټېسټ لوبو کې لومړی مقام لري.