اسراییلي اشغالګرو د یمن په پلازمینې صنعا، حدیده بندر او ګڼ شمېر نورو سیمو پراخ هوایي بریدونه پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې دا بریدونه د امریکا په خوښې او اجازه ترسره شوي دي.
ددغو بریدونو په تړاو په رسمي ډول واشنګټن او تل ابیب څه نه دي ویلي.
صهیونېست رژیم نن پر غزې هم پراخ بریدونه کړي او بیاځلې یې لسګونه بې ګناه فلسطینیان شهیدان کړي دي.
یاده دې شي چې د صهیونېست رژیم کابینې د غزې د بشپړ اشغال طرحه تصویب کړې ده.

