ډېر لوستل شوي

تېرو دوو میاشو کې د برېښنا په برخه کې ۸٫۲ میلیارد افغانۍ پانګونه شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا د برېښنا په برخه کې د ۸٫۲ میلیارد افغانۍ پانګونې د جلبولو خبر ورکړی.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې چې د برېښنا د تولید، توزیع او انتقال په برخو کې د ۸٫۲ میلیارد جلب شوې پانګونې پر بنسټ ۱۳۸٫۴۵میګاواټه برېښنا تولیدېږي چې شاوخوا ۱۰۰ زره کورنۍ او لسګونه صنعتي فابریکې ترې ګټه اخیستلی شي. 

سرچینې همداراز ویلي چې د «اقتصادي معاونیت» له لوري منظورې شوې دا پروژې بلخ، هرات، لغمان، کندهار، زابل او هرات ولایتونو ته ځانګړې شوې، چې پکې لمریزه او بادي برېښنا او د برېښنا لېږد مزي شامل دي.

د یادونې ده چې په ننګرهار، بلخ، هرات او لغمان ولايتونو کې د لمريزې برېښنا او همداراز په کندهار، زابل او هرات ولايتونو کې د بادي برېښنا، برېښناکوټ جوړولو پانګونه شوې ده.

اړوند خبرونه