کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۷ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان د غلا، جبري نکاح او جادو په تړاو په غزني، هرات، فراه، غور او خوست ولایتونو کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دوی کې اووه کسان په غزني، څلور په هرات، دوه په فراه او دوه کسان نور په خوست ولایتونو کې نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا نیولشوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د لسګونه کسانو د نیولکېدو راپورونه ورکړي وو.

