راپورونه وایي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له اماراتو سره له لوبې کولو نټه کړې. وړاندې ویل شوي چې دا لوبډله لا هم په هوټل کې ده او لوبغالي ته له تلو یې ډډه کړې ده.
تمه ده، د دغه هېواد د کرکټ بورډ مشر مطبوعاتي کنفرانس راوغواړي او د لوبې د نهکولو توضېح ورکړي. د کرکټ شنونکي ویلي، که پاکستان لوبه نه کوي، اماراتو ملي لوبډله به سیده بل پړاو ته لاره ومومي.
ویل کیږي چې پاکستان ملي لوبډلې له اسیا جام څخه د هغه ریفري د بهرکولو غوښتنه کوله چې دوی ته یې د هندي لوبغاړو د (لاس نه ورکولو) ویلي و. دې پېښې په خواله رسنیو کې ګڼ بحثونه راوپارول او سږنی اسیا جام یې یې د سیاست ښکار وباله.

