ډېر لوستل شوي

خواجه اصف: که څه هم مذاکرات بې‌پايلې پای ته ورسېدل، خو د پاکستان له لوري به اوربند دوام ولري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که څه هم مذاکرات بې‌پايلې پای ته ورسېدل، خو د پاکستان له لوري به اوربند دوام ولري.

خواجه اصف دا څرګندونې له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، د دغو خبرو منځګړي هېوادونه ــ ترکیه او قطر ــ هم له نوې نېټې د ټاکلو ډډه کړې ده.

بل‌خوا د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد هم نن شنبه په يوې خبرپاڼې کې تائيد کړې، چې د استانبول مذاکرات پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلي دي.

اړوند خبرونه