د اسلامي امارت وياند مولوي ذبیحالله مجاهد په یوې آنلاین ناستې کې ويلي، چې داسې ښکاري په پاکستان کې یو شمېر ځانګړو پوځي کړیو ته د افغانستان په مرکزي حکومت کې د قوي والي، امنیت، پرمختګ او عمومي سولې او ثبات شتون خوند نه ورکوي.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې دا کړۍ تل د افغانستان د ناامنیو، اشغالونو، مهاجرتونو او سختیو څخه ګټه پورته کړې او اوس هڅه کوي د بېلابېلو بهانو په جوړولو سره له افغانستان سره ستونزې رامنځته کړي.
مولوي ذبيحالله مجاهد ټینګار کړی، چې د یادې پوځي ډلې له افغانستانضد سیاستونو سره نه پاکستاني متدین ولس، نه سیاسي ګوندونه او نه علماء موافق دي، او دا مسئله یو داخلي پاکستانۍ موضوع بلل شوې.
دا په داسې مهال ده، چې د ترکيې په کوربهتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلي دي.

