ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي له خپل ايراني سيال سره په استانبول کې د وروستيو مذاکراتو په تړاو خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، په دې اړيکه کې دواړو لوریو د کابل او تهران ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د وروستیو مذاکراتو په اړه هم مفصل بحث کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده، چې هېواد به یې د دغه بهیر د بریا لپاره رغنده رول ولوبوي.

دغه راز مولوي امیر خان متقي ویلي، د اسلامي امارت پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت، او په ښه نیت سره د پاکستاني لوري سره د استانبول خبرو کې ګډون کړی و.ښاغلي متقي زياته کړې، چې اسلامي امارت له پاکستان سره د شخړو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او تفاهم لاره غوره ګڼي.

اړوند خبرونه