ډېر لوستل شوي

د ټولګټو وزیر په کاپیسا کې د پیل‌شویو پروژو له چارو لیدنه کړې

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال د تګاب او اله‌سای ولسوالیو د نښلوونکو سړکونو له کاري بهیر لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي ثاني په یاد سفر کې د دغو پروژو د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د کار چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت بشپړولو سپارښتنې کړې دي.
د ټولګټو وزیر همداراز د کاپیسا د ټولګټو رییس او تخنیکي کارکوونکو ته دنده سپارلې چې له دغو پروژو څخه په دوامداره او منظم ډول څارنه او نظارت ترسره کړي.
د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ سړک ۱۸٫۵ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي، او د یادې پروژې ټولیز لګښت ۶۴۹ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د سرچینې په وینا چې همدارنګه د یاد ولایت د تګاب ولسوالۍ سړک شاوخوا ۱۳٫۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د تګاب ولسوالۍ او بدرآب دره د کاپیسا ولایت له مرکز سره نښلوي.

اړوند خبرونه