ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې ۲۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې د ننګرهار ولایت په «غني‌خېلو» ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا شبکه د ۵٫۷ میلیون افغانیو په لګښت په «ګولایي نوآباد» سیمه کې جوړه شوې ده.  

د سرچینې په وینا چې په یاده شبکه کې د ۲۰ مترمکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د یوې ژورې څاه کیندل، د ۳،۸ کیلومترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۳۵ نلکو او ۱۴ لمریزې برېښنا تختو نښلول شامل دي .

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت همداراز ویلي چې د دې شبکې د جوړولو پرمهال لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره یې د نوموړې سیمې ۲۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.  د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو لسګونه شبکې جوړې او ګټې‌اخیستې ته سپارل شوې دي.

اړوند خبرونه