ډېر لوستل شوي

امریکا: ایران د اټومي وسلو په اړه د ټرمپ شرطونه نه‌دي منلي

د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر مرستیال «جي‌ډي وېنس» وايي، ایران تر اوسه د اټومي وسلو په تړاو د ډونالډ ټرمپ ټاکلي شرطونه نه‌دي منلي.

وېنس له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام موضوع د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، خو که اړتیا پېښه شي، پوځي انتخاب هم پر مېز دی.

د هغه په وینا، امریکا د ایران لپاره روښانه سرې کرښې ټاکلې چې مهمه یې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو مخنیوی دی.

نوموړي زیاته کړې، په جېنوا کې له ایران سره وروستۍ خبرې له یوه اړخه مثبتې وې او دواړو لوریو د بیا لیدنې هوکړه کړې، خو تهران لا هم د امریکا شرایط نه‌دي منلي. وېنس خبرداری ورکړی، که ایران اټومي وسلو ته ورسېږي، نور هېوادونه به هم ورته هڅې وکړي چې دا به د سیمې او نړۍ لپاره جدي پایلې ولري.

اړوند خبرونه