تېره اونۍ پاکستاني پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان خاوره نقض او د افغانستان په خاوره کې دننه یې پر هوایي بریدونه وکړل. ددې بریدونو اصلي قربانیان ملکیان وو. دې پېښې د افغان حکومت او ملت غوسه هم راوپاروله او د ځوابي انتقامي عملیاتو ګواښ یې وکړ. د پاکستان له تېري څو ورځې وروسته افغان ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په ټولو استقامتونو کې پر انتقامي بریدونو پیل وکړ او د پاکستاني رژیم پوستې او نظامي ځایونه یې ویجاړ کړل، چې له امله یې لسګونه پاکستاني پوځیان مړه او زخمیان شول. د داعش خوارجو پټنځایونه یې له منځه یوړل او آن له ډیورنډ فرضي کرښې ورهاخوا ورواښتل او چاڼیز عملیات یې پیل کړل. همداراز افغان حکومت په لومړي ځل وکولای شول چې د نهکشف کېدونکو ډرون الوتکو په مټ په اسلام اباد او نورو ځایونو کې مهم پوځي مرکزونه په نخښه کړل. ددې ترڅنګ د وړمې ورځې په بریدونو کې بیا ځلې ډرون الوتکو په کوېټه کې قول اردو په نښه کړې ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نوي کړکېچ نښې نښانې هغه انګېرنې او حدسونه واقعیت ته رسوي چې ګوندې پاکستان افغانستان کې د ناامنۍ خورولو پروژه اخیستې او دا کار سیده د امریکا په لمسون کیږي. پر ایران د امریکا ـ اسراییلو ګډو بریدونو او د ایران د مذهبي مشر ترور پېښې په سیمه کې د پاکستانۍ پروژې له مخه ماسک لرې کړ. دا چې ایا له افغانستان سره د اخ او ډب او پر افغان خاورې د بیا بیا تېري د قضیې ریښه رښتیا هم تر سپینې ماڼۍ رسیږي، د سیاست او نظامي چارو د پوهانونو له اندونو ورته ګورو.
د سیاسي چارو شنونکی سمیع الله احمدزی په سیمه کې د پاکستان له خوا د کړکېچ زیاتونې او پر افغانستان برید ته درې مقنع دلایل راوړي چې دا ثابتوي چې پر افغانستان د بریدونو تر شا د سپینې ماڼۍ لاس ښیي. ښاغلی احمدزی زیاتوي چې امریکا ځکه پر افغان خاورې پاکستان برید ته وهڅاوه چې د ایران توجه د خپل هېواد له لوېدیځو برخو راواوړي او ختیځ ته یې نظامي توجه زیاته شي. د نوموړي پر باور دې ته په نظامي پوهه کې د ځواک د تمرکز وېش وایي چې امریکا دا کار وکړ او بیا یې په اسانه ایران کې لویدېځې برخې په نښه کړې. نوموړي د دویم دلیل په توګه وایي چې امریکا ـ اسراییل پر ایران له دوو لارو(هوا او اوبو)برید کړی او ښایي چې په وچه یې پاکستان مامور کړی وي چې له سرحدي لارو ورته داعش خراسان ترهګر دننه کړي. نوموړي د درېیم دلیل په توګه ویلي، په منطقه کې د بحران د رامنځته کېدو اړتیا لیدل کېده او دا ددې لپاره چې تر څو چین او روسیه دلته مصروف وساتل شي او ایران یوازي شي.
لیکوال او ژورنالېست بارکوال میاخېل لیکلي: “پاکستان په افغانستان کې خپلې روانې بمبارۍ یا اپرېشن ته د “غضب للحق” نوم ورکړی دی او ټرمپ د ایران خلاف خپلو عملیاتو ته د “رزمي غضب” Epic Fury نوم ورکړی دی او دا نومونه هسې اتفاقي یا تصادفي نه ښکاري.
د دغو دواړو عملیاتو په نومونو کې د «غضب» کلمې فکري او سټرېټیجیکه سرچینه که وڅېړل شي کېدای شي د ځینو څېړونکو هغه خبره سمه وخېژي چې ګومان کوي د ټرمپ حکومت له پاکستان سره پر افغانستان د پاکستاني پوځ د وروستیو بریدونو ملاتړ کړی دی.”
پخوانی پاکستانی سناتور او صاحب نظر افراسیاب خټک ویلي چې پاکستان د امریکا تر فشار لاندې د جګړې ډګر فعال ساتلی دی. د نوموړي په وینا، پاکستان د خپل سیاسي او امنیتي موقعیت د ساتلو لپاره اړ شوی چې د تقابل فضا او د جګړې ډګر فعال وساتي.
سیاسي شنونکی هېواد ځاځی وايي، د پاکستان پوځ د ځانګړو موخو او قدرتونو له ادرسه ایجاد شوی او د همدې قدرتونو لپاره په کمه بیه جګړې پر مخ وړي. د پوهنتون پخواني استاد او فرهنګي شخصیت اسماعیل یون ویلي چې پاکستان په سیمه کې د یوه دلال حیثیت لري او هېڅ حیثیتي ارزښت نه لري. د سیاسي چارو یو بل شنونکی شېراقا بیانزي ویلي چې پاکستان په سیمه کې هغه څه کوي چې امریکا یې ورته لارښوونه کړې وي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي یوه ویاند لیکلي: د ټي ټي پي په نوم د پاکستان پوځي فعالیتونه یوازې یوه بهانه ده او اصلي موخه یې په سیمه کې د امریکا د اجنډا پلي کول او د ایران پر وړاندې د نوي ماموریت پر غاړه اخیستل دي. نوموړی وایي چې د ټرمپ د حکومت او پاکستان ترمنځ پټه همغږي، په پاکستان کې د داعش خوارجو ازاد فعالیت او پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه ټول د یوې “واحدې سترې لوبې” نښې دي. د ده په وینا، د پاکستان پوځ پر ایران د امریکا په برید کې یو ځانګړی رول منلی او د ټي ټي پي ضد مبارزه یوازې د دې ماموریت د پټولو لپاره یو نوم دی. هغه پوښتي چې ولې پاکستان تر اوسه په خپلو بریدونو کې د ټي ټي پي یو غړی هم نه دی ویشتلی؟ د دغو “تروریستي بریدونو” قربانیان یواځې بېګناه ملکي افغانان دي. نوموړی پوښتنه کوي چې ولې یو اټومي قدرت (پاکستان) د خپلې خاورې په امنیت کې ناکام دی او د خپلو استخباراتي ماتو پړه پر افغانستان اچوي ترڅو له کورنیو پوښتنو وتښتي؟
په تازه څرګندونو کې د هند مشهور دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي، د افغانستان او پاکستان پوځي رژيم ترمنځ وروستیو نښتو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان اوسنی حکومت «ناجایز» دی. ښاغلي ندوي زياته کړې، «په پاکستان کې روان سیاسي او اداري امرونه د ډونالډ ټرمپ له لارښوونو سرچینه اخلي.» مفتي ندوي د افغانستان د اسلامي امارت په اړه ویلي، چې هلته نشهيي توکي له منځه وړل شوي او امنیت ټینګ شوی دی. نوموړي همداراز پر ځینو پاکستاني دیني عالمانو، لکه مولانا تقي عثماني او مولانا فضل الرحمن، غږ کړی چې افغانستان ته هجرت وکړي. یاد عالم د اسلامي امارت روانه جګړه «د باطل پر وړاندې د حق» مبارزه بللې ده.
له افغانستان سره د پاکستان پوځي رژیم د جګړې او د امریکا ملاتړ په پار د ډونالډ ټرمپ له خوا وروستۍ څرګندونې او واشنګټن ته د عاصم منیر سفرونه مو ثبوت ته ښه رسوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ روانه جګړه کې امریکا مداخله کولای شي، خو په وینا یې ”زه له پاکستان سره ښه دوستي لرم.” ټرمپ دا خبرې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په یوه مرکه کې وکړې. په همدې غونډه کې یوه خبریال له ټرمپ وپوښتل”پاکستان د افغانستان پر ضد جګړه پیل کړې، ایا دوی له تاسو د مداخلې غوښتنه کړې؟” ټرمپ دې پوښتنې ته ځواب کې وویل، دی په دې جګړه کې مداخله کولای شي. خو په خبره یې، ”تاسو ته خو معلومه ده، زما له پاکستان سره ښه دوستي ده. دوی یو ستر لومړی وزیر لري، هلته یو ستر جنرال دی، ستر مشران دي. دا دواړه داسې شخصیتونه دي، چې زه رښتیا ډېر درناوی ورته لرم.” نوموړي زیاته کړه، پاکستان ښه کار کوي. د دروېش دراني په خبره:
توره د بل ده مګر آس و ماته ستا ښکاریږي
په دغه قتل کې هم لاس و ماته ستا ښکاریږ

