داسې ښکاري چې د امریکا او اسرائیلو اړیکې له تاوده حالته په راوتو او له لسیزو لسیزو خوږې ملګرتیا څخه د ګیلو ـ ماڼو او تقابل لور ته روانې دي. امریکا اوس د هغه رژیم په کمزوري کولو پسې راخیستې چې خپله یې د وخت د څو ځواکمنو هېوادونو سره په یوه سلا په فلسطین کې تاسیس کړ او یوه ورځ یې هم له ملاتړه په شا شوې نه ده.
د امریکا او اسرائیلو له اوسنیو ترینګلو او سړو اړیکو د چارو ځینې پوهان داسې اټکلوي چې ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده ملګرتیا او ځانګړې حمایوي اړیکه پای ته ورسېږي. له بل پلو، بیا د سیاسي چارو شنونکي داسې انګېري چې د امریکا او اسرائیلو اوسنۍ خړې پړې اړیکې مقطهیي دي او یوازې د اوسنیو برحاله چارواکو ترمنځ شخصي زړه بداوی دی. دوی داسې ارزوي چې په اسرائیلو کې دننه او دباندې نور د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پاڼه ژېړه ده او باید له منګولو یې د واک واګې واخیستل شي. نتنیاهو اوس د پاڼ او پړانګ ترمنځ په یوه خطرناک مسیر روان دی او که کورني فسادونه پرې ثابت شول، نو ژر به د زندان مېلمه شي. همدارنګه په اسرائیلو کې دننه هم عمومي ټاکنو ته د خلکو لېوالتیا شته چې په دې سره د نتنیاهو بیا واک ته د رسېدو چانس صفر دی. په اسرائیلو کې دننه هم ګڼ خلک په دې باور دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له اسرائیلو سره د واشنګټن اړیکې بیا وارزوي. د واشنګټن او تل ابیب اوسنۍ ناندرۍ نوې دي او پر ایران له برید او اوسنۍ هوکړې سره لا پارېدلي. ډونالډ ټرمپ هم له لومړۍ ورځې له چپ اړخ، پخوانیو سیاسونو او عامو خلکو له نیوکو سره مخ و چې ولې یې بېاړتیا د اسرائیلو په ننګه له ایران سره جګړې کې ښکېل شو؟ یو اټکل دا هم دی چې د نتنیاهو په بېواکولو به ټرمپ وښیي چې دی لا هم په خپل غوراوي کې برلاسی او ډاډه دی.
له واشنګټن سره د احتمالي هوکړې یو بند او د ایران یوه غټه غوښتنه هم دا وه چې د لبنان په ګډون به په ټولو محاذونو کې اوربند قایمېږي، خو اسرائیلو په هغې ورځې لبنان بمبار کړ او د امریکا او اسرائیلو د سولې هوکړې ته یې اعتنا ونه کړه.
یوې تیلیفوني اړیکې چې سپینې ماڼۍ رد کړې نه ده؛ ښکاره کوله چې ټرمپ له ایران سره د سولې هوکړې ته لېوال او بېصبره دی، خو اسرائیلو لا پر لبنان خپلې بمبارۍ جاري ساتلي. دې چارې ټرمپ سخت غوسه کړی و او نتنیاهو ته یې بدې ردې ویلې وې. یو راپور ورکړل شوی و چې نتنیاهو یې «لېونی» بللی او پر هغه یې د ناشکرۍ تور لګولی و. ورته ویلي یې و چې که مو ولسمشر خنډ نه وای، هغه به لا له مخکې په زندان کې و. د راپور له مخې ټرمپ نتنیاهو ته ویلي و: «اوس هر څوک له تا کرکه کوي. هر څوک له اسرائیل څخه ستا له امله کرکه کوي.»
د جون په میاشت کې په یوه خبري غونډه کې جي ډي وینس وویل چې ټرمپ اوسمهال یوازینی نړیوال مشر دی چې له اسرائیلو سره خواخوږي لري. هغه همدارنګه هغو اسرائیلي وزیرانو ته چې د امریکا او ایران پر احتمالي تړون یې نیوکه کوله، په څرګنده خبرداری ورکړ او ویې ویل: «ستاسې د هېواد د ساتنې لپاره د کارېدونکې دفاعي وسلې دوه پر درېیمه برخه د امریکایانو په لاسو جوړه شوې او دا پیسې د امریکایي وګړو د مالیې پیسې دي.»
وروستۍ نظرپوښتنې ښيي چې نه یوازې د امریکا عامه ذهنیت د اسرائیل پر ضد اوړي، بلکې د ټرمپ د ښي اړخي غورځنګ(امریکا بیا لویه کړئ.) هم په ځینو مواردو کې پر اسرائیلو ژور شک لري. د بېلګې په توګه، په ښي اړخي سیاسي ډګر کې یو له تر ټولو جدي منتقدانو څخه د تلوېزیون پخوانی کوربه ټکر کارلسن دی، چې د جون په وروستیو کې یې وویل: ټرمپ دې پایلې ته رسېدلې چې اسرائیل د هغه د ادارې لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.
کارلسن د خپل پاډکاسټ په پیل کې اسرائیل تورن کړ چې ټرمپ یې (په نازولو، پښومچولو او ګواښلو) سره دې ته اړ کړی چې پر ایران برید وکړي، څو دا د خپل ګاونډي یعنې لبنان لپاره د یوې بلې جګړې تشه پلمه شي.
د امریکایي پوهنتون یوه استاد ویلي: که څه هم خپله ټرمپ او د ټرمپ ګوند یعنې جمهوريت غوښتونکي په سیاسي لحاظ د اسرائیلو نږه پلوي دي، خو د دوی غوراوي اوس د اسرائیلو پر وړاندې څو او څرګند دي. یو بل پخواني امریکایي سیاستپوه ویلي چې که څه هم جمهوریت غوښتونکي د اسرائیلو پر وړاندې پوره انعطاف لري، خو اوس وخت کې ټرمپ ښایي د خپلو پلویانو له لوري اړ شي چې د نتنیاهو پر وړاندې خپل پخوانی دریځ تغیر کړي.
امریکا د اسرائیلو د هرې جګړې تر شا درېدلې او مالي ـ پوځي ملاتړ سینه یې ورته ډبولې ده. یوازې د فلسطینیانو د قتل عام لپاره امریکا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې له اسرائیلو سره تر شلو میلیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده. دا په نړیواله کچه د امریکا او بل هېواد ترمنځ تر ټولو لویه پوځي مرسته او همکاري ده. د فلسطینیانو پر وړاندې قتل عام هم اسرائیل او لوی ملاتړی یې(امریکا) په نړیواله کچه بدنامه او منفور کړل. د یوه راپور له مخې، څو کاله وړاندې د نړۍ سلو هېوادونو له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې شلولې او بایکاټ یې ورسره اعلان کړی و.
واشنګټن په ډیپلوماټیک ډګر کې هم د اسرائیلو له ملاتړه نه دی په شا شوی. دې هېواد په ملګرو ملتونو کې د فلسطین اړوند بحثونو پر مهال لږ تر لږه شپږ ځله د اسرائیل په ملاتړ خپل د ویټو حق کارولی دی.
د نتنیاهو د زوال او بېواکه کېدو یو بل عامل د نوموړي سیاسي مخالف او د اپوزیسیون مشر ییر لپیډ هم دی. نوموړي پر نتنیاهو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې اسرائیل د خپل لوی متحد په ساتنه کې پاتې راغلی.
نوموړي دا الفاظ په خپل اېکس لیکلي و: ((که موږ اوسنی حکومت بدل نه کړو، نو د اسرائیلو بهرنۍ ډيپلوماسي به له منځه ولاړه شي.)) د اسرائیل د عمومي ټاکنو د کمپاین پر مهال، د نتنیاهو ډېرو سیاسي مخالفانو امریکا سره د خپل هېواد د اختلاف او د نړیوالې انزوا د زیاتېدو موضوع په پراخه توګه یاده کړه، سره له دې چې د هغوی ډېریو په سیمه کې د اسرائیل له هغو جګړو ملاتړ کړی و چې همدې ډیپلوماتیک بحران ته یې لاره هواره کړه. ګادي ایزنکوټ، چې د اسرائیلي پوځ پخوانی لوی درستیز دی او تر ټولو ډېر احتمال لري چې په سږنیو ټاکنو کې نتنیاهو له واکه لرې کړي، هم د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو پر مدیریت سختې نیوکې کړې دي.
اسرائیلي سیاسیونو او تیوریسنانو هم پر نتنیاهو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې امریکا د اسرائیل لپاره هر څه دی؛ دفاع، ټکنالوژي، ډیپلوماتیک حیثیت او…. یو بل پخوانی اسرائیلی ډيپلوماټ لیکي: که څه هم ټرمپ لومړنی امریکايي ولسمشر نه دی چې له اسرائیل سره اختلاف پیدا کوي، خو پخوانیو ډېرو لږو ولسمشرانو دا کار په دومره علني ډول کړی دی. هغه وویل: «خو هېڅ امریکايي ولسمشر یا مرستیال ولسمشر د اوسني حکومت په شان خبرې نه دي کړې، یا یې داسې بحثونه نه دي افشا کړي چې پکې د دوی اسرائیلي سیال کمزوری او بېاعتباره وښودل شي. اسرائیل هېڅکله د کانګرس او عامو خلکو ترمنځ (که جمهوري غوښتونکي وي او که ډیموکراتان) دومره نامحبوب نه و، لکه نن.»
خو له دغو ټولو ترینګلتیاوو سره سره، د اوس لپاره د امریکا او اسرائیلو د بشپړ پرېکون وخت لا نه دی رارسېدلی. که څه هم خپله ټرمپ او د ټرمپ د ګوند خلک نتنیاهو ته په غوسه دي او د تختاړولو په هڅه کې یې دي؛ خو لیرې نه ده چې یو وخت اوسنی خپلسري او ظلم د صهیونېست رژیم د بشپړې سیاسي انزو او ورپسې د حتمي انقراض لامل شي.
#امیدراډيو

