ډېر لوستل شوي

د فشار، لاسوهنې او تقابل سیاست؛ ولې د افغانستان او اړیکې لا قطبي کېږي؟

که چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې اسلامي امارت دویم ځل لپاره واک ته ورسېد، د خپل حکومت له پیل سره سم یې ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته له خپلې خاورې د نه‌ګواښ ډاډ ورکړ او ټولې نړۍ ته یې د تقابل نه، بلکې تعامل غېږ پرانیسته.

دا چې پاکستان د افغانستان په معادلاتو او سیاسي اړودوړ کې تر ډېره مرکزي لوبغاړی پاتې شوی، نو د چارو پوهان او شنونکي باوري وو چې د افغانستان او پاکستان اړیکې به له دې وروسته یوه نوي پړاو ته ننوځي او دا ځل به د ګډې همکارۍ نوی څپرکی پرانیستل شي. خو د تېرو څو کلونو تجربه برعکس تصویر وړاندې کوي. د دواړو هېوادونو اړیکې نه یوازې عادي نه شوې، بلکې د سیاسي فشار، اقتصادي محدودیتونو، پر فرضي کرښه شخړو، اجباري کډوالیو، هوایي بمباریو او پوځي نښتو له امله لا پسې ترینګلې شوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې ریښه څو بعدي ده او د افغانستان په تړاو د اسلام اباد پالیسي پر ستراتیژیک عمق ولاړه ده. د پاکستان د امنیتي بنسټونو په تفکر او پالیسیو کې له لسیزو راهیسې د (ستراتیژیک عمق) نظریه مطرح ده. د دې نظریې له مخې، افغانستان باید داسې جیوپولیټیک چاپېریال ولري چې وړه او لویه معادله پکې د پاکستان له سیاسي لېنز بهر نه وي او هېڅ داسې حکومت پکې رامنځته نه شي چې په بشپړ ډول خپلواک او د اسلام‌اباد له نفوذه بهر فعالیت وکړي.

همدا لیدلوری د دې سبب شوی چې پاکستان د افغانستان په اړه د همکارۍ پر ځای ډېری وخت د نفوذ، فشار او مهار سیاست غوره کړي. د پاکستان پخوانیو او اوسنیو چارواکو، سیاستوالو او شنونکو په بېلابېلو وختونو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دا حقیقت منلی دی چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه د اسلام‌اباد د امنیتي سیاست یوه برخه پاتې شوې ده.

د پاکستان د دفاع اوسني وزیر خواجه اصف په وروستیو څرګندونو کې په ښکاره اعتراف وکړ چې پاکستان د لوېدیځو قدرتونو د ستراتیژیو پلي کولو لپاره د افغانستان په جګړو کې ښکېل شوی و او دا دی اوس خپله پاکستان په همدې اور کې سوځي. د خواجه اصف اعتراف ځکه مهم دی چې د لومړي ځل لپاره د پاکستان د دولت یوه برحاله لوړپوړي چارواکي په دومره صراحت د تېرو سیاستونو ناکامي ومنله.

د فشار څو اړخیزه تګلاره

د ۲۰۲۱ کال راهیسې د پاکستان سیاست یوازې په پوځي اقداماتو پورې محدود نه دی پاتې شوی؛ بلکې د فشار بېلابېلې وسیلې کارول شوې دي. د سوداګرۍ او ټرانزیټ محدودول، د سوداګریزو لارو پرله‌پسې تړل، د افغان سوداګرو پر مالونو بندیزونه، د بانکي راکړې ورکړې د سیستمونو محدودول، د افغان محصلینو او ناروغانو پر وړاندې د ویزو ستونزې او د سلګونو زرو افغان کډوالو جبري ایستل د همدې تګلارې برخې ګڼل کېږي.

اقتصادي فشار تل د پاکستان د بهرني سیاست یوه مهمه وسیله پاتې شوې ده. افغانستان چې په وچې پورې منحصر هېواد دی او وسپنې پټلۍ صنعت هم چندان وده پکې نه ده کړې؛ نو لسیزې لسیزې یې سوداګري د پاکستان پر بندرونو تکیه وه؛ خو هر ځل چې سیاسي اختلافات زیات شوي، همدغه لارې د فشار د آلې په توګه کارول شوې دي. دې وضعیت بار بار د افغانستان بزګران له ملاماتونکي حالت سره مخ کړي دي. داسې ښکاري پاکستان تل منافقانه سوداګریز سیاست پر مخ وړی. کله چې د افغانستان د غلو مېوو فصل ورسېږي، نو دوی له افغانستان سره خپلې سوداګریزې لارې وتړي.

د افغانانو جبري اخراج د ټکر بل ټکی

په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر د دواړو هېوادونو د اړیکو تر ټولو جنجالي موضوع ګرځېدلې وه. په پاکستان کې مېشت میلیونونه افغانان، چې ډېری یې له لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي، له پراخو محدودیتونو او جبري اخراج سره مخ شوي دي. د کډوالو موضوع په اصل کې یوه بشري مسئله ده، خو کله چې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکارول شي، نه یوازې د دواړو ملتونو ترمنځ باور ته زیان رسوي، بلکې د نړیوالو بشري نافذه قوانینو په اړه هم پوښتنې راپورته کوي. د افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج په داسې شرایطو کې ترسره شوی چې پاکستاني حکومت په جبر او اکراه له افغان کورنیو شتمنۍ او مالونه ګرځولي دي.

امنیتي ادعاوې او بې بنسټه تورونه

اسلام‌اباد په پرله‌پسې توګه ادعا کوي چې د پاکستان دننه امنیتي ستونزې له افغان خاورې خړوبېږي. په مقابل کې کابل تل دا ډول تورونه رد کړي دي او په ځغرده یې ویلي دي چې افغانستان په خپله خاوره کې پاکستاني وسله‌وال نه مني او نه یې ملاتړ کوي. پاکستان تر اوسه په خپلو تورونو او پرلپسې بمباریو کې یو ځل هم په افغان خاوره کې کوم وسله‌وال کس نه دی په نښه کړی او هر ځل یې بې ګناه ماشومان، ښځې او سړي په شهادت رسولي. پاکستان د خپل ناوړه امنیتي وضعیت پړه پر افغان حکومت اچوي او له افغان حکومت غواړي چې د پاکستان د امنیت تضمین ورکړي، خو په ځواب کې یې افغان حکومت ویلي چې هېڅ هېواد د بل هېواد د امنیت د وضعیت ضامن نه دی او نه هم د دوی مکلفیت جوړېږي چې د نورو هېوادونو کورنی امنیت ټینګ کړي. د پاکستان دننه ګڼ سیاستوال او شنونکي باور لري چې د دغه هېواد امنیتي ستونزې تر ډېره کورنۍ ریښې لري. د پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو نارضایتۍ، د قومونو ترمنځ ناعدالتي، سیاسي بې‌ثباتي، اقتصادي رکود او د دولت او ټولنې ترمنځ د باور واټن زیاتېدل هغه عوامل دي چې یوازې د افغانستان په نوم نه شي توجیه کېدای.

پوځي فشار او د حاکمیت مسئله

د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه، فرضي کرښې ته د نږدې سیمو په توپونو ویشتل او د ملکي سیمو په نښه کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ تر ټولو خطرناک اړخ دی. د هر دولت لپاره ملي حاکمیت یوه سره کرښه ده. کله چې یو هېواد د بل هېواد فضايي حریم یا خاوره نقض کړي، بیا دا موضوع یوازې یوه امنیتي پېښه نه بلل کېږي؛ بلکې د ملي حاکمیت او نړیوالو اصولو مسئله ګرځي. همدارنګه د پاکستان لخوا د ملکیانو بمبارول د هر ډول ډیپلوماټیک حل مخه نیسي او پاکستان په تېرو پنځو کلونو کې د ملکیانو په نښه کول د یوې حربې په توګه کارولې ده. نظامي تاریخونه ښیي چې پوځي فشار که څه هم لنډمهاله تاکتیکي اغېزې لرلی شي، خو په اوږدمهال کې د خلکو د جمعي نفرت، د خپلو خلکو د بې اعتمادۍ او د هېوادونو ترمنځ د تلپاتې بې باورۍ سبب ګرځېدلي شي.

د تقابل پر ځای د واقع‌بینۍ اړتیا

ګاونډیان په خپله خوښه نه ټاکل کېږي، که دا چانس د نړۍ هېوادونو ته په لاس ورشي، ښایي تر ۹۰ سلنې ډېر هېوادونه د خپلو ګاونډیو د بدلون غوښتونکي شي. اوس که وغواړو یا نه، افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي. ‌دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، امنیت او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې یو بل ته اړتیا لري. له همدې امله د فشار او تقابل دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی. پاکستان باید درک کړي چې باثباته افغانستان د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره فرصت دی، نه ګواښ. افغان حکومت له لومړۍ ورځې پورتنی حقیقت درک کړی او د پاکستان په تړاو واقع بینانه سیاست پر مخ وړي، خو بدبختانه پاکستان لا هم افغانستان د خپل ستراتیژیک عمق په دایره کې تعریفوي.

که پورتنی بحث راغونډ کړو، نو ویلی شو چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له څوبعدي فشار کار اخیستی دی، خو لله الحمد پر افغانستان یې هومره منفي اغېزه نه ده لرلې، کومه چې دوی محاسبه کړې وه. د سیمې واقعیت دا دی چې باثباته افغانستان د پاکستان لپاره ګواښ نه، بلکې اقتصادي فرصت دی. تر هغه چې د فشار او مداخلې سیاست د متقابل احترام، د ملي حاکمیت د درناوي او د ګډو ګټو پر سیاست بدل نه شي، د بې‌باورۍ دا لړۍ به دوام ومومي. د تاریخ تجربه ښيي چې ملتونه د زور له لارې نه تابع کېږي؛ بلکې پایدار ثبات هغه مهال رامنځته کېږي چې دولتونه یو بل ومني او د دوه اړخیز درناوي په رڼا کې خپلې ګډې ګټې تعریف کړي.

اړوند خبرونه