د افغانستان د حریم له نقض او په څو ولایتونو کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د ملکي کورونو او ملکي مېشتځایونو له وېشتو وروسته په پرلپسې توګه دا څویم ځل دی چې پوځي او مات رژیم ملکي وګړي، د ملکي وګړو استوګنیز کورونه، د کډوالو پنډغالي، کروندې او ملکي تاسیسات په نښه کوي. پاکستانی پوځي رژیم دا کار په سهوې نه، بلکي په قصدي او عمدي توګه سره کوي او دا چاره یې هم د ماموریت(مېشن) مهمه برخه ښکاري. د ملکي اهدافو د په نښه کولو وروستی مورد د کابل د څرخي پله د سیمې په ګډون، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ثبت شو. د کابل پر څرخي پله سیمې د وړمې شپې په برید کې د ملکي وګړو استوګنیز کورونه، هټۍ او یو شمېر وسایط عمدا په نښه او ویجاړ شول. دې برید د مالي زیان سربېره یو شمېر کسان ټپیان او د یوې کورنۍ ۴ تنه یې شهیدان کړل. همداراز د وروستیو شمېرو له مخې په کونړ، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرتو سیمو استوګن اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او خپل سرونه خوندي ځایونو ته وباسي. د دوی د کورنۍ کډوالۍ اصلي علت هغه ړندې مرمۍ او ړانده توپونه ګڼل شوي چې پرته له ځنډه د پاکستاني پوځيانو له خوا پر افغان خاوره توغول کیږي. دې توپونو د کونړ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله هم اړولې وه. په جګړه کې د بې ګناه انسانانو، شنو سیمو او ملکي تاسیساتو په نښه کول یو ستر جنګي جنایت ګڼل کیږي، خو داسې ښکاري چې پاکستانی پوځي رژیم د جګړې د ډګر او د مذاکراتو د مېز هېڅ ډول اصول او اداب په پام کې نه ساتي او نه هم ورته انساني کرامت او ډیپلوماټیک آرونه د پام وړ ارزښتونه برېښي.
د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د قصدي بریدونو په ځواب کې افغان حکومت د غچ اخیستونکو بریدونو ګواښ وکړ چې په پایله کې یې افغان ډرون تېره پنجشنبه د پاکستان د پوځي رژیم یو مهم نظامي مرکز، چې د «حمزه» په نوم یادېږي، د اسلاماباد د فیضآباد په سیمه کې هدف وګرځاوه.
په دغه برید کې د دښمن د یاد مهم مرکز قومانداني او نور مهم تاسیسات د ډرون الوتکو په وسیله په دقیق ډول وویشتل شول، چې له امله یې د دښمن ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د ملکیانو په نښه کول، هوایي بمبارۍ او د جګړې اوږدول هغه باورونه پیاوړي کوي چې ګوندې پوځي رژیم یو ځل بیا د کومې پروژې هوکړه لاسلیک کړې او یا یې د لاسلیک تازه هوډ کړی دی. که څه هم پاکستانی رژیم له کلونو کلونو راهیسې په سیمه کې او په ځانګړې توګه د افغانستان پر وړاندې د تېري او مداخلې له سیاسته ګټه اخیستې ده. د یاد رژیم وروستي تحرکات ښیي چې پاکستان بیا د بهرنیو قوتونو د لاس او فشار آله ګرځېدلې او بهرنيو قوتونو ورته د سیمې د بې ثباتۍ کومه نوي پروژه په لاس ورکړې ده. دا یوازې یو اتهام او سیاسي تور نه دی، بلکې د پاکستان پوځي رژیم برحاله وزیران او لوړپوړي چارواکي مني چې د غرب او امریکا ځیرهخواره پاتې شوي دي او هر څه یې د خپلو بادارانو لپاره کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو برحاله وزیر ویلي و چې کلونه کلونه یې د غرب لپاره ناوړه سیاستونه پلې کړل، غرب ترې د یوه تشناب کاغذ په توګه کار واخیست، خو اوس ورته ارزښت نه ورکوي.
د پاکستاني پوځي رژیم له داخله نړېدونکی او پرځېدونکی دی. دا حالت د افغانستان په ګډون د هېڅ بهرني قوت او یا کوم ګاونډي هېواد له خوا نه دي رامنځته شوي، بلکې د پاکستاني پوځي رژیم د لسیزو لسیزو ځپونکي سیاست او د خپلو وګړو د نابودولو د سیاست پایله ده چې دا دی اوسنی رژیم یې په مهار کې بې وسه او سا ډوبی دی. دا چې پاکستانی رژیم اوسمهال له خورا بد حالت سره مخ دی او له بلې خوا د سیمې بې ثباتۍ ته هره شېبه لمن وهي؛ د پاکستاني علماوو په ګډون ددې هېواد بانفوذه څېرې او ملکي وګړي مکلف دي چې خپل پوځ ته د سمې او ناسمې لارې په ښوونه کې مرسته وکړي. د پاکستان ولس باید د خپل هېواد د پوځي جنرالانو د خطرناکو سیاستونو پر وړاندې ودریږي. ولس باید په واضحو ټکو ورته ووایي چې رژیم یې لسیزې لسیزې د ګاونډیو هېوادونو او سیمې پر وړاندې مجرم او پړ دی او باید نور بهرنۍ پالیسي بدله کړي. داسې مالومېږي، که پاکستانی ولس چوپ پاتې شي، د څو جنرالانو تېروتنې به ټول ملت له ناورین سره مخ کړي.
که پاکستانی رژیم خپلو تېروتنو او تېریو ته متوجې نه شي، نو انجام به یې زوال او له نقشې محوه وي. دا ځکه چې افغان ولس خپله وینه چا ته نه بښي او د انتقام په اخیستو کې بیا د هېچا لحاظ نه کوي. دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي، که د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان پر وړاندې «تاوتریخوالی» کم نه کړي، د افغانستان د خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي. خلیلزاد په اېکس لیکلي چې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه د اندېښنې وړ دي، او «اسلاماباد» باید ژر تر ژره له دغه تاوتریخوالي لاس واخلي.
د یادلو ده چې، افغان مېړني ولس په تش لاس، خو پیاوړې عقیدې په شاوخوا یوه پېړۍ کې درې ځواکمنۍ امپراتورۍ ماتې کړي. داسې امپراتورۍ چې د عصر پر ټکنالوژۍ سمبالې وې، خو سینې او سرونه یې له الهي خوف او د ایمان له ځواکه تش وو. باید یاده شي چې د افغان مجاهدینو په سرونو او سینو کې ایمان او د اسلام حقانیت موجونه وهي او په پوره زړورتیا او اسلامي روحیه د خپلو خلکو او خاورې دفاع ته وردانګي. جګړه اصلا په اسبابو نه کېږي، بلکې د جګړې اصلي محرک او توکی ایمان او عقیدوي قوت دی. لنډه دا چې که پاکستان له خپلو ناوړو کړو لاس پر سر نه شي، نو لرې نه ده چې زوال به د خپلو خلکو او افغان مجاهدینو په لاس وویني.
#امیدراډيو

