ډېر لوستل شوي

افغانان د تقابل نه، د تعامل پلوي دي؛ هغه څه چې په عمل کې یې هم ثابت کړي

د تېرې سه شنبې په ورځ افغان حکومت پرته له کوم امتیازه د ډینس کویل په نوم هغه امریکایي ازاد کړ چې یو کال وړاندې بادغېس ته پر لار د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی و. کویل چې شاوخوا ۶۴ کاله عمر لري، له ډېر پخوا افغانستان کې اوسېده او دلته یې ۱۷ کاله ژوند کړی. د کویل له قوله چې دی په ژبپوهنه کې ماسټري لري او د ژبپوهنیزو مطالعاتو د سپړنې لپاره افغانستان ته راغلی و.

افغان حکومت ویلي چې کویل په افغانستان کې د نافذه قوانینو د نقض له امله نیول شوی و او د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې پېرزوینې له مخې ازاد شو. د ښاغلي کویل د مور هغه لیک هم د اسلامي امارت مشرتابه ته رسېدلی و چې د نوموړي د ازادېدو غوښتنه پکې شوې وه. د دغه امریکايي بندي «ډینس کویل» کورنۍ په لیک کې ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه هر کال د اختر په مناسبت سلګونه بندیان خوشې کوي، او دوی هم غواړي چې د دوی د کورنۍ غړی ازاد کړي. په لیک کې راغلي چې «ډینس کویل» له افغانستان سره بې‌کچې مینه لري او تل یې د ژبو د پرمختګ لپاره کار کړی، او په وینا یې چې د اسلامي امارت مشرتابه دې د ځانګړې مهربانۍ له مخې د دغه امریکايي بندي د بند موده پایته ورسوي.

د نوموړي د ازادېدو په مراسمو کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، د کویل د کورنۍ غړو او د متحده عربي اماراتو سفیر برخه اخیستې وه.

د اسلامي امارت له خوا دا ډول اقدام اخیستل ښیي چې افغان حکومت لا هم د تعامل لاره نیولې ده او له هېڅ هېواد سره تقابل نه غواړي. افغان حکومت له پیله ویلي چې د اشغال له ماتېدنې سره د دوښمنۍ او تقابل پړاو هم پای ته رسېدلی دی او اوس د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د تعامل لاره خپلوي. هر هېواد ته یې د مثبتو، پر دوه اړخیز درناوي د ولاړو اړیکو لپاره غېږه پرانیستې ده. افغان حکومت دا هم ویلي چې له یوه هېواد سره یې اړیکې د بل هېواد په زیان نه دي.

د کویل ازادېدل د افغان حکومت د حسن نیت هغه وړه نمونه ده چې د عمل په ډګر کې وړاندې شوه. دا اقدام ښیي چې آن د امریکا په ګډون هم له ټولو خواوو سره تعامل شته او د منځګړو هېوادونو په اسانچارۍ لا هم تعامل دوام لري. د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس هم په خپل اېکس لیکلي: ((اشغال له پای سره د امارت گڼو مشرانو په صراحت سره وويل چې امريکا سره د دښمنۍ څپرکی نور پای ته رسېدلی او له دې وروسته به د‌ دوو دولتونو په توګه د اړيکو د عادي کولو هڅه کېږي.

د اشغال له پای سره «جنګي» اسير هم معنا نه لري او د «يرغمل‌نيونې ډيپلوماسۍ» تور هم بنسټ نه لري. په دې اساس بايد د دواړو لوريو په مرسته او د واقعبينانه او عملګرا سياستونو په اعمال سره د اسیرانو فايل له دوو اړخیزو اړیکو حل و فصل کړو.))

زلمي خلیلزاد هم دا پرېکړه د افغان حکومت له لوري یوه غوره پرېکړه بللې ده. همدا راز امریکايي وګړي دینس کویل ویلي چې له ۱۷ کلونو وروسته له افغانستانه په خوښۍ روان دی. هغه افغانستان یو ځانګړی هېواد بللی او ژمنه یې کړې چې تل به ورته دعا کوي. نوموړي همداراز خوښي ښودلې چې له خپلې کورنۍ او مور سره به وویني.

د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي په خپلو څرګندونو کې په واضح ډول دا اصل بیان کړ چې هېڅوک د سیاسي اهدافو لپاره نه نیول کېږي، بلکې هره قضیه د قانون له مخې ارزول کېږي. له بل پلو، د اسلامي امارت ویاند ویلي چې بهرنیان هېڅکله د سیاسي موخو او د فشار د ابزارو په توګه نه ساتل کیږي. د نوموړي په قول، بندي بهرنیان هغه وخت نیول شوي چې د افغانستان له نافذه قوانینو او حکومتي تګلارو پښه واړوي. د اسلامي امارت دې اقدام وښوده چې دلته پرېکړې د اصولو، قانون او قضایي بهیر په رڼا کې ترسره کېږي، نه د فشار، غوښتنو او احساساتو پر بنسټ. هغه امریکایي تبعه چې د قوانینو د نقض له امله نیول شوی و، د قضایي بهیر له بشپړېدو وروسته او د ټاکلې مودې له پوره کېدو سره سم ازاد شو، چې دا خپله د قانوني چوکاټ د تطبیق ښکاره بېلګه ده.

د چارو پوهان او سیاسي شنونکي هم په دې اند دي چې له هېوادونو سره د تعامل لومړۍ هڅه تل د افغان حکومت له خوا شوې ده. اوس پکار دا ده چې د امریکا حکومت هم د حسن نیت له مخې ورته نرم اقدامات واخلي.

په ټوله کې د ښاغلي کویل خوشې کېدنه یو مثبت او نېک اقدام و، دا دریځ د افغان حکومت د نرمۍ او انعطاف پذیرې پالیسي ښودونکی دی. د افغانستان او افغان حکومت تګلاره ښکاره ده. که څوک دلته اوسي یا راځي، باید دې خاورې او شته قوانینو ته درناوی ولري او که څوک سرغړونه کوي، بیا به د شته محکمو له حکمونو سره سمه سزا ویني؛ خو هېڅکله داسې نه دي شوي چې د کوم هېواد تبعه دې د امتیاز په خاطر یرغمل وساتل شي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه