ډېر لوستل شوي

د عدلیې وزارت : درېیو ولایتونو کې څه باندې ۲۷.۵ میلیونه جریبه څړځای تثبیت شوی

د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه څړځایونو د ارزونې بهیر ترسره کړی دی.

ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د دې بهیر په ترڅ کې یوازې په درېیو ولایتونو کې څه باندې ۲۷.۵ میلیونه جریبه څړځای (عامه مرعی) ځمکه تثبیت او ثبت شوې ده. دا په داسې مهال ده، چې د عامه ځمکو د تثبيت او ارزونې لړۍ دوام لري او تر دې وړاندې هم د اړوندو کمېسيونونو له لوري د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په زرګونه جريبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.

اړوند خبرونه