د هلمند امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د همدې ولايت په ګرمسیر، سنګین او نادعلي ولسوالیو کې د وروستیو سختو اورښتونو له امله پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، د ګرمسیر ولسوالۍ د بیرتاکې او شملان دښتې په سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال سېلابي اوبو تر ۳۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
امنیتي ځواکونو د ځاني زیان د مخنیوي لپاره له خطرناکو سیمو څخه خلک خوندي ځایونو ته لېږدولي، او تر اوسه د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
همداراز، په سنګین او نادعلي ولسوالیو کې د کورونو خونې نړېدلي او د سختو بادونو له امله د لمریزې برېښنا توليدونکې تختې زیانمنې شوې، خو هلته هم ځاني زیان نه دی ثبت شوی.
د هلمند امنیه قوماندان ملا امینالله زبېر اړوندو امنیتي مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د احتمالي خطرونو د مهارولو او د خلکو ستونزو ته د بیړنۍ رسېدنې لپاره لازم اقدامات وکړي. امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي، چې د اړتیا پر وخت به له خلکو سره هر اړخیزه همکاري وشي.

