د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي رییس شفیع اعظم ویلي، چې د پاکستان په پرتله په افغانستان کې د نفتو او ګازو بيې شاوخوا ۴۶.۵۴ سلنه ټيټې دي.
د ياد وزارت اقتصادي رييس د دواړو هېوادونو د بازارونو د بيو له پرتلې وروسته ويلي، چې په افغانستان کې د بازار تنوع، ټیټې مالیې او د بیو د تثبیت میکانېزمونه هغه عوامل دي، چې د نفتو او ګازو بیې یې د پاکستان په پرتله ټیټې ساتلې دي.
د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې يو لېټر پټرول ۰.۹۷ ډالر، ډېزل ۱.۰۵ ډالر او يو کېلو ګاز ۰.۷۶ ډالر پلورل کېږي، خو په پاکستان کې دا بیې په ترتیب سره ۱.۶۴ ډالر، ۱.۸۶ ډالر او ګاز ۱.۷۰ ډالر ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراييلو له بریدونو سره سره، په افغانستان کې د نفتو او ګازو بیې تر اوسه ثابتې پاتې شوې دي.

