د کابل ولایت مقام ویاند حافظ محمد بشارت امید راډیو ته وايي، چې د کابل بګرامۍ ولسوالۍ ګوسفند دره کې د زلزلې له امله د نړېدلي کور ۸ تنه غړي شهیدان شوي دي.
ښاغلی بشارت وايي، چې مړه شویو کسانو کې د یادې کورنۍ مور، پلار، څلور لوڼې او دوه زامن شامل دي.
نوموړی زیاتوي، دې پېښه کې یو کوچنی ماشوم ټپي شوی هم دی، چې درملنې لاندې دی.
د یادونې ده، چې نن شپه څه کم نهه بجې د پلازمېنې کابل سربېره ګڼ ولایتونه نسبت زورورې زلزلې ولړزول.

