ډېر لوستل شوي

د کابل ولایت د بېړنیو حالاتو کمېټې په ناسته کې د خلکو پر بېړني لاسنیوي ټینګار شوی

د کابل ولایت مرستیال والي، مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني په مشرۍ د بیړنیو حالاتو (اضطراري) کمېټې غونډه د اړوندو ادارو د مسوولینو په ګډون شوې ده.
د کابل ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د وروستیو طبیعي پېښو د زیاتوالي په اړه بحث شوی، او ټینګار شوی چې د زیانونو د کمولو او پر وخت رسېدنې لپاره باید جدي او ګټور اقدامات وشي.
سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې ښاغلي امیني د خلکو ستونزو ته پر چټکې او اغېزمنې رسېدنې، او همدارنګه د بېړنیو مرستو پر ژر رسولو ټینګار کړی دی.
بلخوا د ولایت مقام د دفتر رییس، مولوي محمد نور «خلیل» د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي ستایلې او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې له ځپل‌شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د کابل ولایت مقام په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وروستیو ورښتونو له امله په یاد ولایت کې تر دې دمه ۲۱۲ کورونه په نسبي ډول او ۲۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

اړوند خبرونه