د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې تېر ۱۴۰۴ لمريز کال کې د مرکز کابل په رابعه بلخي روغتون کې شاوخوا ۱۶ زره ۵۴۰ بريالي جراحي عمليات ترسره شوي دي.
ياد وزارت وايي، چې د مجربو او متحصصو ډاکټرانو له لوري د روغتيايي معيارونو په رعايت سره ۵۹۰۰ ستر او ۱۰۶۴۰ کوچني عملیات ترسره شوي دي.
وزارت زیاته کړې، چې ياد شمېر عملیات د همدې روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
همداراز په همدې موده کې ۴۲۹۳۲ ناروغانو ته د داخل بستر (IPD) او ۱۲۹۷۱۵ مراجعینو ته د خارج بستر (OPD) خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

