ډېر لوستل شوي

اوزبیک پانګوال په افغانستان کې د درملو تولید ته چمتو شوي

د اوزبیکستان د درملو ادارې مسوول عبدالله عزیزوف وایي، چې د دې هېواد سوداګر او پانګوال چمتو دي، په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، عزیزوف دا څرګندونې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.

د نوموړي په خبره، اوزبیکستان افغانستان ته د باکیفیته درملو صادرات او د خلکو د باور ترلاسه کول خپل لومړیتوب ګڼي.

عزیزوف زیاته کړې، هر هغه درمل چې په اوزبیکستان کې تولید او کارول کېږي، هڅه به وکړي چې په هماغه کیفیت افغانستان ته هم صادر شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې افغانستان لا هم د درملو د تولید او روغتیايي تجهیزاتو په برخه کې پراخو پانګونو ته اړتیا لري.

اړوند خبرونه