ډېر لوستل شوي

د ایران ـ امریکا هوکړه؛ واشنګټن څه ورکړل او څه یې ترلاسه کړل؟

د ایران او امریکا ترمنځ په رسمي ډول د اوربند او اوږدمهالو خبرو اترو لومړی پړاو تړون لاسلیک شوی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول منلې چې هوکړه لاسلیک شوې ده. ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل یوه پوسټ کې ويلي، “د ایران له اسلامي جمهوريت سره تړون بشپړ شوی دی. ټولو ته یې مبارکي وایم!”. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي د ایران دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې تائید کړې چې له امریکا سره تړون وروستی شوی او رسمي لاسلیک به د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي. ښاغلي غریب ابادي ویلي چې د لبنان په شمول په ټولو جبهو کې جګړه پای ته رسېدلې او د امریکا سمندري کلابندي به عملا پای ته رسېږي. رسنیو ویلي چې وروستۍ هوکړه به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليک له لارې تصويب شي. تهران او واشنګټن په کومو ګډو مادو سره سلا شوي؟ د ایران مهر نیوز خبري اژانس د ایران او امریکا ترمنځ د لومړۍ هوکړې مادې افشا کړي چې ځینې مهې یې په لاندې ډول دي. د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې اوربند؛ د امریکا له خوا د ایران په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنه کول؛ د امریکا سمندري کلابندۍ پای ته رسول؛ په ۳۰ ورځو کې د هرمز تنګي بيا پرانيستل؛ د امریکا او د هغو د متحدينو له خوا د ایران د بيا رغونې لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ میليارد ډالرو په ارزښت پلانونه؛ د ایران د تېلو او انرژۍ پر محصولاتو د بنديز لرې کول؛ د ایران له خوا د اټومي وسلو د نه پراختيا ژمنه او امریکا به ژمنه کوي چې په سيمه کې به خپل پوځي شتون نه زياتوي او په ایران به نوي بنديزونه نه لګوي. مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې “وروستۍ خبرې اترې به تر هغه نه پيلېږي چې د ایران د کنګل شويو پيسو لږ تر لږه نيمايي نه وي ازادې شوې، پر ایران د تېلو بنديزونه نه وي ځنډول شوي او سمندري کلابندي پای ته رسېدلې نه وي”. په راپور کې همدا راز ويل شوی چې وروستۍ هوکړه به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليک له لارې تصويب شي. د تهران او واشنګټن ترمنځ دې تړون د برېتانیا، قطر، عرب اماراتو او نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوې ده. دې هوکړې ته په ځواب کې د برېتانیې لومړي وزیر ویلي چې دا هوکړه به په سیمه ییز ثبات کې اغېزمنه ونډه ولري، جګړه به ورسره پای ته ورسېږي او د هرمز تنګی پرانیستو کې به خورا مهم ګام وي. اوس اصلي پوښتنه دا ده چې امریکا او ایران په دې څه باندې سل ورځنۍ جګړه کې څه ورکړل او څه یې لاسته راوړل؟ د راپورونو له مخې، ایران او امریکا له څو میاشتو سختو مذاکراتو وروسته، لومړی د پاکستان او په پای کې د قطر په منځګړیتوب وتوانېدل یوې لومړنۍ هوکړې ته ورسېږي چې د یوې هر اړخیزې هوکړې لپاره د مذاکراتو لاره پرانیزي. د امریکا له لوري د ایران پر خاوره د پوځي برید، د سیاسي او پوځي چارواکو له مرګ ژوبلې او د مذهبي مشر ایت الله خامنه‌یي له شهادت وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي یرغل د پیل لپاره ځینې موخې ټاکلې وې چې په څرګند ډول مالومېږي، هغو موخو ته نه دی رسېدلی. ددغو موخو ځینې یې د نظام له بدلون، د ایران د توغندیز پروګرام محدودول، د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل او د سیمه‌ییزو متحدینو (چې لوېدیځ یې نیابتي ځواکونه بولي) څخه د ایران د ملاتړ پای ته رسول دي. د ایران د اوسني نظام بدلون د امریکا او خصوصا د ډونالډ ټرمپ یو له مهمو موخو څخه وه او هر وخت یې په سیده او ناسیده ډول په خپلو خبرو کې پر دې موضوع ټینګار کړی و. ټرمپ حتی د ایران د حکومت پر خلاف د لاریونوالو هرکلی کاوه او د مرستو د رسېدو زېری به یې ورته ورکاوه. د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو په تړاو، د امریکا حکومت او شخصاً ټرمپ ته دوو موضوعاتو ځانګړی اهمیت درلود: یو دا چې د ایران د یورانیمو غني‌کېدلو پروسه په ټپه ودرېږي او بله دا چې غني شوي یورانیم له منځه یوړل شي. ټرمپ د لومړۍ تحمیلي جګړې (د ۲۰۲۵ کال د جون) له پای وروسته ادعا وکړه چې د ایران اټومي پروګرام یې له منځه وړی دی. خو د امریکا د حکومت وروسته راپورونو وښودله چې داسې څه نه دي شوي. له همدې امله، واشنګټن مذاکراتو ته مخه کړه څو هغه څه چې په پوځي عملیاتو کې یې نه وو ترلاسه کړي، د خبرو له لارې ترلاسه کړي. د جګړې له مخه د مذاکراتو پر مهال د ایران درېدو او مقاومت، واشنګټن یوې بلې جګړې ته سوق کړ څو د ایران موضوع په بشپړه توګه حل کړي. لکه څنګه چې وړاندوینه کېده، د امریکا او اسرائیلو د ګډ پوځي یرغل په پایله کې به کوڅه‌ په کوڅه د ایراني وګړو پاڅون رامنځته شي او نظام به نسکور شي ـ داسې ښکاري چې دا د هغه مهال د موساد د مشر طرحه وه، خو د دوی دا ارمان هم د ایران د حکومت د ځغرد او مقاوم اقدام په پایله کې له خاورو سره خاورې شو. له ایران څخه د یورانیمو د ایستلو طرحه هم لومړیتوبونو کې وه. سره له دې چې ټرمپ د جګړې په لړ کې څو ځله په دې اړه څرګندونې وکړې او د هغې د عملي کولو پروژه د شهررضا په ښار کې د لومړنيو عملیاتو له ناکامۍ سره مخ شوه. د هغه په وینا، دغه عملیات د ایران په خاوره کې د امریکایي ځواکونو د یوې تر دوو اوونیو حضور ته اړتیا لرله. بله اعلان شوې موضوع د ایران د توغندیز پروګرام محدودول وو. توغندیو د ۴۰ ورځنۍ ګرمې جګړې په ترڅ کې وښودله چې د ایران دفاع کې دغه پروګرام څومره اغېزمنه ونډه لرله. په شوي تړون کې د توغندیز پروګرام نه‌یادونه ښیي چې امریکا ددې هدف په تحقق کې هم پاتې راغلې ده. یوازینی شی چې کولی شي، ټرمپ یې ځان ته د ابلاغ او کمپاین یوه وسیله وګرځوي، هغه غني شوي یورانیم دي چې ایرانی حکومت به ترې استفاده نه کوي. اوس هم همدا معامله د امریکا سره په نوې هوکړه کې لیدل کېږي. ایران توانېدلی چې د غني‌سازۍ حق وساتي او یوازې به یې د یوې مودې لپاره، چې وروسته به ورباندې خبرې وشي، وځنډوي. د هرمز تنګي موضوع یوه بله انتزاعي مسله وه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ تر بل هروخت ناندرېزه وه. ټرمپ ویلي، (( د کښتیو ماشینونه چالان کړئ او د تېلو لېږد پیل کړئ.)) ټرمپ ویلي چې له محصول او ګمرک پرته به بېړۍ تګ راتګ کولی شي، هم‌مهاله د ایران حکومت ویلي چې هرمز به له محصول پرته پرانیستی وي، خو د خپلو چوپړونو په بدل کې به له بېړیو فیس اخلي. د تهران او واشنګټن + متحدینو یې یو بل سرخوږی سیمه کې د ایران له ملاتړ د مقاومتي ډلو شتون وو چې غوښتل یې د دوی او تهران اړیکه د تل لپاره غوڅه کړي، خو په اوسني تړون کې ددې مادې نه‌ذکر ښیي چې امریکا دا موخه هم له لاسه ورکړې او پر ایران یې نه ده تحمیل کړې چې حتمي دې سیمه کې وسله‌وال نه تمویلوي. په ټولیز ډول د ایران او امریکا ترمنځ شوی تړون سیمه کې د ټیکاو او سوکالۍ نوی څرک بلل کېدای شي. خو د ایران او امریکا ترمنځ مخامخ مذاکرات به وښیي چې دواړه لوري شویو ژمنو او هوکړه شویو مادو ته څومره متعهد پاتېدای شي. ددغه تړون د ځینو مادو او د ټرمپ لخوا د مخکنیو مادو او موخو له سپړنې په واضح ډول لیدل کېږي چې واشنګټن خپلو ټولو بنسټیزو موخو ته نه دی رسېدلی. په لنډ وخت کې ښایي ډونالډ ټرمپ په کوردننه له سختو فشارونو سره مخ شي او هڅه به کوي چې د یوې بلې جګړې یا دباندیني ګواښ په وسیله شته فشارونه او ناکامۍ پټې کړي.
#امیدراډیو

اړوند خبرونه